ایکنانیوز د تسنیم له قوله راپور ر اکړ، د فغانستان د سرپرست حکومت د ریس الوزرا مرستیال ملاعبدالغني برادر او ورسره پلاوي نن په تهران کې د ایران د اسلامی جمهوریت له خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان سره کتنه او خبرې اترې وکړې او د دواړو هیوادونو ترمینځ ئې دپوله ایزو مسئلو او دغه راز د اقتصادي راکړه ورکړې او نورو ټولنیزو او سیمه ایزو موضوعګانو په اړه خبرې اترې وکړې.
داپه داسې حال کې دي،چې دملابرادر سره د دیرش کسیز اقتصادي پلاوي پرون ناوخته د ایران داسلامی جمهوریت له چارواکو سره چې د ایران د کرهڼيزو چارو وزیر هم پکې شتون درلود،لومړنۍ غونډه ترسره کړه . په دغې ناستې کې ددواړو خواؤ د کرهڼیزو زمینو کې دخپلو ظرفیّتونو او وړتیاؤ پر کارونې او دغه راز په دغو زمینو کې د ملګرتیاؤ په پراختیا ټينګار وکړ.